افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، کویت د افغانستان سفارت د طالبانو حکومت ته سپارلی چې دې سره په خلیج هېوادونو کې د طالبانو حکومت د استازولیو یوه بله هغه هم ور شمېر شوه. دې ګام ته له کابل سره د منځي ختیځ د هېوادونو د اړیکو ارزښت په سترګه کتل کېږي.
شفیق خطیب په کویت کې د طالبانو حکومت له لوري د سفارت د چارسمبالي په توګه ټاکل شوی. ښاغلي خطیب وړاندې ترې دې، کابل کې د بهرنیو چارو وزارت د کونسلي خدموتو او سرحدونو څانګو مشري کړې ده.
د همدې کال د اپرېل وروستیو کې د طالبانو حکومت یو استازی شعیب شفیق بغداد ته هم رسېدلی و. که څه هم د عراق حکومت په رسمي توګه د افغانستان سفارت د طالبانو حکومت ته نه دی سپارلی خو سرچینو بي بي سي ته ویلي وو چې ښاغلي شفیق " د اسلامي امارت د استازي په توګه بغداد کې خپل کار پیل کړی دی."
بي بي سي ته معلومه شوې چې کویت له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د طالبانو له حکومت سره پرلپسې اړیکې درلودې.
روسیې، چین، ایران، سعودي، عرب اماراتو، ازبکستان، عمان، قطر او ترکیې په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو هم د افغانستان سفارتونه د طالبانو حکومت ته سپارلي دي.
د افغانستان له لوري محمد سلیم ساپي لومړنۍ وېکټه ترلاسه کړه او جیسوال یې د ۲۴ منډو له جوړولو وروسته له میدانه بهر کړ. تفصیل پر بي بي سي پښتو وېبپاڼه لوستلای شئ.
له دې مخکې د لبنان ولسمشر جوزف عون په خورا تونده لحجه ایران او د هغه حزب الله متحدین تورن کړل، چې د ده په وینا له امریکا سره خبرو کې لبنان د ''چنې وهلو وسیلې'' په توګه کاروي. تفصیل پر بي بي سي پښتو وېبپاڼه لوستلای شئ.
هند نه یوازې د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر، بلکې پر ګلګت-بلتستان سیمو هم دعوه لري او مخکې یې په دې سیمه کې د چین او پاکستان تر منځ د اقتصادي دهلیز پر پروژې هم اعتراضونه کړي. خو پاکستان حکومت دغه اعتراضونه رد کړي او دغه سیمې د خپل هېواد برخه ګڼي. تفصیل پر بي بي سي پښتو وېبپاڼه لوستلای شئ. bbc.in/4uOdqRS
د لبنان ولسمشر په ده مرکه کې د ایران سپاه پاسداران ځواک مخاطب کړ او ویې ویل: ''دا هېواد ستاسو نه دی، زموږ هېواد دی… دا ستاسو دنده نه ده چې زموږ په هېواد کې مداخله وکړئ.'' تفصیل پر بي بي سي پښتو وېبپاڼه لوستلای شئ. bbc.in/49I4S6L
BBC Pashto
د فیفا له خوا د وروستۍ شېبې ناڅاپي بدلون له امله، مینهوال به نور اجازه ونه لري چې د بیا کارېدونکي اوبو بوتلونه لوبغالو ته یوسي - خو خواړه او څښاک له هغو یوازېنيو شیانو ډېر لرې دي چې د ۲۰۲۶ نړیوال جام کې منع شوي دي. د فوټبال د نړیوالې ادارې او همدارنګه د مینهوالو له نقل قولونو سره، دا په زړه پورې تشریح روښانه کوي چې نوی د چلن قوانین څه ته اجازه ورکوي او څه منع کوي.
3 hours ago | [YT] | 30
View 0 replies
BBC Pashto
افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، کویت د افغانستان سفارت د طالبانو حکومت ته سپارلی چې دې سره په خلیج هېوادونو کې د طالبانو حکومت د استازولیو یوه بله هغه هم ور شمېر شوه. دې ګام ته له کابل سره د منځي ختیځ د هېوادونو د اړیکو ارزښت په سترګه کتل کېږي.
شفیق خطیب په کویت کې د طالبانو حکومت له لوري د سفارت د چارسمبالي په توګه ټاکل شوی. ښاغلي خطیب وړاندې ترې دې، کابل کې د بهرنیو چارو وزارت د کونسلي خدموتو او سرحدونو څانګو مشري کړې ده.
د همدې کال د اپرېل وروستیو کې د طالبانو حکومت یو استازی شعیب شفیق بغداد ته هم رسېدلی و. که څه هم د عراق حکومت په رسمي توګه د افغانستان سفارت د طالبانو حکومت ته نه دی سپارلی خو سرچینو بي بي سي ته ویلي وو چې ښاغلي شفیق " د اسلامي امارت د استازي په توګه بغداد کې خپل کار پیل کړی دی."
بي بي سي ته معلومه شوې چې کویت له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د طالبانو له حکومت سره پرلپسې اړیکې درلودې.
روسیې، چین، ایران، سعودي، عرب اماراتو، ازبکستان، عمان، قطر او ترکیې په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو هم د افغانستان سفارتونه د طالبانو حکومت ته سپارلي دي.
بشپړ مطب پر بي بي سي پښتو ټکی کام لوستلی شئ
bbc.in/4dV00xG
5 hours ago | [YT] | 97
View 0 replies
BBC Pashto
ګویدو پېرالټا، چې یو محاسب او د ارجنټاین د فوټبال ملي لوبډلې دایمي ملاتړی دی، په قطر کې د تېر نړیوال جام له پای ته رسېدو سره سم د ۲۰۲۶ نړیوال جام لپاره د پیسو سپما پیل کړه. خو هغه داسې فکر نه کاوه چې د دومره ډېرو پیسو سپما ته به یې اړتیا پېښه شي.
هغه چې تر پایلوبې پورې یې ټولو سیالیو ته ټکټونه اخیستي، بي بي سي ته وویل: "قطر کې مې ټکټونه ۱۴۷۰ ډالره وو. د دې نړیوال جام لپاره مې لا دمخه ۶۹۶۰ ډالر پر ټکټونو ورکړي دي."
د تېر نړیوال جام اتل ارجنټاین ښايي دا ځل تر پایلوبې ونه رسېږي – نو د ده د ځینو ټکټونو پیسې ښايي وروسته بېرته ورکړل شي، خو که ارجنټاین تر پایه مخ ته ولاړ شي، نو ګویدو به یوازې د پایلوبې پر ټکټ همغومره پیسې ولګوي، چې په قطر کې یې د نړیوال جام د ټولو لوبو په کتلو لګولې وې.
دی وايي: "پوهېږم چې فوټبال یوه سوداګري ده، خو دا ځل خبره له حده واوښته. دا د کاروبار تر ټولو لوی نړیوال جام دی."
بشپړ خبر یې پر بي بي سي پښتو ټکی کام لوستلی شئ
bbc.in/3S5zCsc
10 hours ago | [YT] | 25
View 1 reply
BBC Pashto
د افغانستان له لوري محمد سلیم ساپي لومړنۍ وېکټه ترلاسه کړه او جیسوال یې د ۲۴ منډو له جوړولو وروسته له میدانه بهر کړ. تفصیل پر بي بي سي پښتو وېبپاڼه لوستلای شئ.
bbc.in/4e4ZM5T
12 hours ago | [YT] | 62
View 0 replies
BBC Pashto
له دې مخکې د لبنان ولسمشر جوزف عون په خورا تونده لحجه ایران او د هغه حزب الله متحدین تورن کړل، چې د ده په وینا له امریکا سره خبرو کې لبنان د ''چنې وهلو وسیلې'' په توګه کاروي. تفصیل پر بي بي سي پښتو وېبپاڼه لوستلای شئ.
bbc.in/43jAdZK
13 hours ago | [YT] | 36
View 1 reply
BBC Pashto
ولسمشر پوتین دا څرګندونې له هغه وروسته کړې، چې د اوکرایین ولسمشر د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې پای ته رسولو لپاره د مخامخ خبرو غوښتنه وکړه. تفصیل پر بي بي سي پښتو وېبپاڼه لوستلای شئ. bbc.in/4g15BDN
17 hours ago | [YT] | 57
View 3 replies
BBC Pashto
هند نه یوازې د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر، بلکې پر ګلګت-بلتستان سیمو هم دعوه لري او مخکې یې په دې سیمه کې د چین او پاکستان تر منځ د اقتصادي دهلیز پر پروژې هم اعتراضونه کړي. خو پاکستان حکومت دغه اعتراضونه رد کړي او دغه سیمې د خپل هېواد برخه ګڼي. تفصیل پر بي بي سي پښتو وېبپاڼه لوستلای شئ. bbc.in/4uOdqRS
18 hours ago | [YT] | 36
View 3 replies
BBC Pashto
د لبنان ولسمشر په ده مرکه کې د ایران سپاه پاسداران ځواک مخاطب کړ او ویې ویل: ''دا هېواد ستاسو نه دی، زموږ هېواد دی… دا ستاسو دنده نه ده چې زموږ په هېواد کې مداخله وکړئ.'' تفصیل پر بي بي سي پښتو وېبپاڼه لوستلای شئ.
bbc.in/49I4S6L
19 hours ago | [YT] | 24
View 0 replies
BBC Pashto
د غرختونکو یو نیپالی لارښود چې د نړۍ تر ټولو لوړ غره ایورېسټ ته د ختلو پرمهال شپږ ورځې ورک و او د مړه ګمان پرې شوی و، اوس ژوندی موندل شوی دی.
دی د ورکېدو پر شپږمه ورځ په داسې حال کې خلکو لیدلی و چې د ایورېسټ غره وروستي پنډغالي ته په ښویېدو ښویېدو ور روان و.
د داوا شېرپا په نوم دغه نېپالی لارښود وروستی ځل د ایورېسټ غره درېیمه شمېره پنډغالي یا کېمپ نه پورته لیدل شوی و چې په ۷۵۰۰ متره لوړو کې دی. دی هغه مهال د ایورېسټ څوکې ته له نورو غرختونکو سره تر ختلو وروسته د راکوزېدو په حال کې و. خو له هغې شېبې وروسته تریتم شو.
بشپړ رپوټ پر بيبيسي پښتو وېبپاڼه ولولئ: bbc.in/4g0iMou
1 day ago | [YT] | 57
View 0 replies
BBC Pashto
د فوټبال نړیوال جام په ۹۶ کلن تاریخ کې یوازې اوو لوبغاړو چې عمرونه یې ۴۰ کاله یا تر دې لوړ وو، د نړیوال جام په سیالیو کې برخه اخیستې ده.
امکان لري چې سږ کال د لږترلږه پېنځو نورو لوبغاړو نومونه هم دغه نوملړ ته وراضافه شي، ځکه چې هېوادونو یې سږني نړیوال جام لپاره په خپلو لوبډلو کې شامل کړي دي.
د مصر عِصام الحضري د نړیوال جام په تاریخ کې تر ټولو د زاړه لوبېدلي لوبغاړي ریکارډ لري. هغه د ۴۵ کلونو او ۱۶۱ ورځو په عمر کې د نړیوال جام سیالۍ کې لوبېدلی دی.
ګول ساتونکي الحضري د ۲۰۱۸ کال نړیوال جام په ګروپي پړاو کې یوازې یوه لوبه وکړه او لوبډلې یې له سعودي عرب ۲-۱ ماتې وخوړه.
د پرتګال لوبډلمشر کرېسټیانو رونالډو به هم چې ۴۱ کلن دی، د هغو لوبغاړو ځانګړې ډله کې شامل شي چې په ۴۱ کلنۍ یا تر دې په پورته عمر کې په نړیوال جام کې لوبېږي.
که رونالډو ولوبېږي، نو په شپږم نړیوال جام کې د لوبېدو ریکارډ هم جوړوي.
تر اوسه یوازې الحضري، فرید موندراګون، راجر میلا او پیټ جېننګز په دغه عمر کې لږترلږه د نړیوال جام یوه - یوه لوبه کړې ده.
که غواړئ د فوټبال نړیوال جام د تاریخ لس تر ټولو زاړه لوبغاړي وپېژنئ، نو د بيبيسي پښتو وېبپاڼه ته سر ورښکاره کړئ.
1 day ago | [YT] | 44
View 1 reply
Load more